1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین: پر روغتون باندي برید کي سخته مرگ ژوبله رامنځته سوې

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

د دولتي رسنیو د رپوټونو له مخي په چین کي پر یوه روغتون باندي د برید په نتیجه کي څه د پاسه لس کسان وژل سوي او ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/4fZaI
Symbolbild I Todesfälle in Pekinger Krankenhaus
انځور: Ng Han Guan/AP/picture alliance

د چین دولتي خبري آژانس شینهوا د سه شنبه په ورځ د دغه برید په اړه د نورو جزیاتو له وړاندي کولو پرته، رپوټ ورکړی دی چي دغه پیښه پر ځايي وخت د ماپښین پر یوه بجه او شلو دقیقو باندي د دغه هیواد د جنوب لویدیځ ولایت یُنان د ژیخیونگ په سیمه کي رامنځته سوې ده.

د رپوټ په حواله چارواکي اوس د پیښې په اړه پلټنه کوي.

په چین کي د ډیرو قربانیانو په درلودلو سره د زورزیاتي دغه ډول پیښې په مقایسوي ډول لږ پیښیږي. په دغه هیواد کي په شخصي ډول د وسلو درلودل په کلکه منع دي.

خو بیا هم په تیرو کلونو کي د چړو په واسطه بریدونه رامنځته سوي دي.  

GP/NZ/AG