1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران او پاکستان د ګازو پایپ لاين د بشپړولو لارې سنجوي

۱۴۰۳ اردیبهشت ۱۸, سه‌شنبه

په پاکستان کې یوه ایراني دیپلومات ویلي دي چې تهران او اسلام آباد د هغو لارو چارو په لټه کې دي چې په مرسته یې د دواړو هیوادونو تر منځ د ګازو پایپ لاين پروژه بشپړه شي.

https://p.dw.com/p/4fZci
ایران او پاکستان د ګازو پایپ لاين د بشپړولو لارې سنجوي
ایران او پاکستان د ګازو پایپ لاين د بشپړولو لارې سنجويانځور: Morteza Nikoubazl/NurPhoto/picture alliance

د پاکستان له پاره د ایران جنرال کنسل حسن نورین، د دوشنبې په ورځ ویلي دي چې هیواد یې له پاکستان سره په ګډه اوس هم غواړي د ګازو د پایپ لاین پروژه بشپړه کړي. هغه زیاته کړې ده: «موږ د پاکستان له لورې د دې پروژې د بشپړولو له پاره سیاسي اراده وینو.»

ایران او پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د ایران د سویلي فارس ګاز د یوه پایپ لاین له لارې د پاکستان بلوچستان او سیند ايالتونو ته رسیږي. که څه هم له تړون نزدې یوه نیمه لسیزه تیریږي، خو پاکستان خپله برخه کار لا نه دی بشپړ کړی او هغه یې اوس درولی دی. لامل یې د امریکا متحده ایالاتو د بندیزونو ویره ده.

امریکا متحده ایالاتو پر ایران باندې د دغه هیواد د هسته یي پروګرام له کبله بندیزونه لګولي دي او له دې کبله ډېر هیوادونه چې له واشنګټن سره نزدې اړیکې لري له تهران سره د لویو پروژو عملي کولو ته زړه نه ښه کوي.

آژانسونه / م.س

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب