1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بدخشان کې د ښځو راډیو تړلې

۱۴۰۲ فروردین ۱۱, جمعه

د بدخشان ولايت ځايي طالب چارواکو ویلي، د ښځو دې ځانګړې راډیو له حکومتي تګلارې سرغړونه کوله.

https://p.dw.com/p/4PYO9
افغانستان/ د طالبانو رسنۍ
افغانستان/ د طالبانو رسنۍانځور: Sardar Shafaq/AA/picture alliance

د طالبانو ادارې د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند عاکف مهاجر دویچه ویله ته تایید کړه چې په بدخشان کې د «راديو زنان» يا د ښځو راډیو تړل شوې. نوموړي وويل: «راډیو د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست له لورې تړل شوې.»

دغه طالب ویاند ددې راډیو د تړل کېدو دلیل په ډاګه نه کړ خو د بدخشان د اطلاعاتو و فرهنګ ریاست ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې راډیو د طالبانو حکومت د نشراتي تګلارې څخه د سرغړونې په دلیل تر امر ثانې تړل شوې.

طالب چارواکو رسنیو ته ویلي، چې دې راډیو د روژې په میاشت کې موسیقي خپروله.

اړوند مطالب:طالبانو په افغانستان کې د دوو نړیوالو رسنیو نشرات بند کړي

د طالبانو د دویم ځلي واکمنېدو راهیسې د رسنیو او خبریالانو د کار پروړاندې خنډونه مخ په ډېرېدو دي. د یوې سروې له مخې د جمهوریت تر سقوط وړاندې شاوخوا شپږ سوه ۲۰ رسنیو فعالیت درلود، خو په وروستیو څو میاشتو کې شاوخوا ۳۱۸ رسنیو خپل فعالیت درولی دی.